د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند د رامنځته کولو لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ. دغه پریکړه لیک چې د امنیت شورا د غیر دایمي غړو له خوا چمتو شوی، د سمدستي او تلپاتې اوربند، د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنه کوي. په پرېکړه ليک کې د غزې په جګړه کې له ښکېلو خواو هم غوښتنه شوې چې نړۍوال قانون مراعت کړي. په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ یون وویل، د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو تطبیق الزامي دي. نوموړي ویلي، چې دا پرېکړه لیک به د پوره او موثر تطبیق په صورت کې د غزې تړانګې اوسېدونکو ته چې له بشري ناورین سره مخ دي، امېدبښونکی وي.