د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د کثافاتو صفر کېدو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې ځمکه تر کثافاتو لاندې د صفر کېدو په حال کې ده. نوموړي نن پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې انسانان هر کال دوه میلیارده ټنه وچ کثافات تولیدوي او نړۍ باید یوه قانوني تړون ته د رسېدو په موخه د پلاسټیکي ککړتیا د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو غوښتي چې د کثافاتو د تولید تخریبوونکي څرخ ته د پای ټکی کېږدي. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د مارچ دېرشمه د کثافاتو صفر کېدو نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.
































