د قبرس بندر څخه پرون د دریو کښتیو یو کاروان د غزې په لور وخوځید چې ۴۰۰ ټنه خوراکي او نور مواد پکې بار دي. یوې خیریه موسسې چې د مرستو دا بندوبست یې کړی ویلي چې په کښتیو کې په کافي اندازه مواد بار دي چې څه باندې ۱ میلیون خواړه ترې جوړیدی شي. دې خیریه موسسې ویلي چې په کښتیو کې وريژې، اوړه، حبوبات، پروټین، په ډبیو کې بند سبزیجات او خرما بار دي. لا معلومه نده چې دا درې کښتۍ به څه وخت د غزې تړانګې ته ورسیږي خو تر دې وړاندې د همدې روانې میاشتې په سر کې هم یوې کښتۍ ۲۰۰ ټنه خوراکي مواد دې تړانګې ته رسولي و چې د اسرائیل لخوا کلابنده ده. ملګرو ملتونو همدارنګه خبرداری ورکړی چې ښایي د غزې په شمال کې قحطي راشي چې د دې سیمې د وګړو لپاره به تبا کوونکي عواقب ولري.
































