راپورونه وایي چې سعودي عربستان له پاکستان سره خپلې مرستې درولې دي. د راپورونو له مخې، سعودي حکومت پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته به پاکستان ته نه تېل او نه هم پور ورکوي. راپورونه وایي چې د کشمیر په مسئله کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د غونډې نه رابللو پر سر د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي. سعودي تېره اوونۍ له پاکستان څخه د هغه ۶.۲ میلیارد ډالرو پور له ډلې یو میلیارد هغه هم بېرته واخیستل چې موده وړاندې یې دغه هېواد ته ورکړی و. د یادونې ده چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د یاد پور هوکړه لاسلیک کړې وه.
































