قطر د سوریې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید غندلی او هغه یې له نړۍوالو هوکړو، کنوانسینونو او ډیپلوماټیکو نورمونو ښکاره سرغړونه بللې ده. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اړتیا ده چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ د ډیپلوماټیکو استازولیو او د هغوی پرسنول ساتنه وشي. د ایراني رسنیو راپورونو لمخې، دغه هوایي برید د اسراییلو له لوري شوی چې پکې څو ایراني ډیپلوماټان هم وژل شوي دي. ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزارت د سوریې په دمشق کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ د برید په غبرګون کې د سویس سفیر احضار کړی دی.












