د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید په اړه بېړنۍ غونډه وکړه. ایران د دغې غونډې غوښتنه کړې وه. د دمشق په برید کې د سپاه پاسداران دوه قومندانان او پنځه نور سرتېري ووژل شول. د دوشنبې په ورځ ایران د سوریې په پلازمینه کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید پړه پر اسراییل واچوله؛ خو تل ابیب تر اوسه د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې. د امنیت شورا په غونډه کې ګڼو هېوادونو په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وغانده.
































