د کندوز ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړولو سره ۲۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د مالوماتو له مخې د اوبو رسولو دغه شبکه د یاد ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغانستان د بشري مرستو باوري صندوق او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د نږدې ۱۹۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړه شوې ده. دغه شبکه چې په عصري وسایلو سمباله ده؛۲۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابروي. د یادولو وړ ده، چې د یادې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
































