په کابل کې د نیله باغ پروژې عملي چارې پيل شوې، د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال روح الله احمدي د نیله باغ پروژې د پیل په مراسمو کې وویل، چې په دې پروژه کې ۱۴۰۰ سوه ودانۍ شاملې دې او د چین له لوري پر مرستو شویو ۷۱ میلیونو ډالرو جوړیږي. نوموړي وویل، چې د دې پروژې د مدیریت او انجینرۍ برخې لګښتونه د سرپرست حکومت له بودجې ورکول کیږي. د احمدي په خبره دغه ودانۍ چې د درې کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې شي، دولتي کارکوونکو ته ورکول کیږي. د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې وویل، چې دغه پروژه د هېواد د ابادۍ په برخه کې یو بنسټيز ګام دی. نوموړي وویل سرپرست حکومت د نورو زیربنایي پروژو ترڅنګ د ودانیزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي او په دغه برخه کې د نورو لویو پروژو د پيل پلان هم لري.
































