د افغانستان بانک د انلاین صرافیو د فعالیت د ممانعت په اړه یو ځل بیا هېوادوالو ته خبر ورکړی، چې د افغانستان بانک تر اوسه کوم شخص او بانک ته د انلاین صرافي د فعالیت جواز نه دی ورکړی او دا ډول فعالیتونه غیرقانوني دي. یاد بانک له هېوادوالو غوښتنه کړې، چې د انلاین معاملو د خطرونو او زیانونو او وروستیو مسوولیتونو په پام کې نیولو سره له انلاین صرافیو سره د معاملو له ترسره کولو ډډه وکړي. د افغانستان بانک خبرداری ورکړی، چې د انلاین صرافیو موضوع یې له امنیتي او کشفي ارګانونو سره شریکه کړې او له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې په انلاین معاملاتو کې ښکېل وي.
































