د نورستان ولایتي چارواکو د ترافیکو پر مخ د کونړ – نورستان لویې لارې، چې د اورښتونو له کبله تړل شوې وه، د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی. د نورستان ټولګټو چارو رییس احمد نبي عادل وايي چې د کونړ- نورستان لويه لار د لنډې مودې لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، چې د یاد رياست ماشينري او وسايلو پر مټ د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه. عادل زياته کړې، چې د ځنګل پوستې څخه تر سټاپ سیمې پورې ځای ځای واړه کمرونه را ښوییدلي وو، چې د ټولګټو ریاست په هڅو دغه لاره پاکه او دمګړۍ د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده.












