د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د کوچني اختر د درېوو ورځو پرمهال دغه ولایت کې اووه ترافیکي پېښې شوي چې له امله يې لس تنه مړه او ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویلي، چې دغه ترافیکي پېښې د کابل-لوګر پر لویه لاره او ولسوالیو کې رامنځته شوي چې د یادو پېښو له امله دوه کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي. نوموړی زیاتوي چې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي او د ځینو یې درملنه شوې ده. د هغه په وینا، یادې ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بېاحتیاطي او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې دي.
































