د بغلان د پاسپورټ مدیریت په ۱۴۰۲ کال کې ۲۱ زره پاسپورټونه ویشلي چې له درکه یې ۱۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د یاد ولایت د پاسپورټ مدیر عنایت الله فاروقي وايي، چې د خپلو چټکو هڅو په ترڅ کې یې د ۱۴۰۲ کال په لړ کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ۲۱ زره پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې ۱۳۲ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي. همداراز د بغلان د پاسپورټ مدیریت یو مسوول امید حناني وايي، چې په ورځني ډول د څه باندې ۲۰۰ مراجعینو د پاسپورټونو چارې په دغه مدیریت کې طی مراحل کېږي او هڅې کېږي څو نور هم د پاسپورټ په وېش کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.
































