چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې امريکا د چين د لوړ تولیدي ظرفيت موضوع ته لمن وهي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 24, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن دروان کال د اپرېل په ۲۴مې نېټې له چين څخه ليدنه پيلوي.

د دې لیدنې تر پيل مخکې، امريکايي لوري د ځينو شخصیتونو او رسنيو له لارې تش په نامه د چین د لوړ تولیدي ظرفيت په اړه موضوع توده کړې او غواړي د دواړو خواوو په خبرو کې خپل امتياز زيات کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

خو ایا امريکايي لوری به خپلې موخې ته ورسېږي که نه؟

د خبر له مخې، بلېنکن به د امريکا د ماليې وزيرې جانېټ يېلن په څېر تش په نامه د چين د لوړ تولیدي ظرفيت په اړه خبرې وکړي.

مخکې جانېټ يېلن له چين څخه په ليدنه کې ويلي، چې د چين تولیدي ظرفيت ډېر زیات دی او د نړيوال بازار له تقاضا څخه اوښتی دی. د هغې په خبره، لوړ تولیدي ظرفيت به د ټيټې بيې صادرات زيات کړي او د امريکا او نورو هېوادونو شرکتونو او کارکوونکو ته به زيانونه ورسوي.

خو حتی د امریکا د اقتصاد يو شمېر شنونکي هم د جانېټ يېلن ياده خبره درک نه کړه او ويلي، چې یاده خبره د تېرو ۲۰۰ کلونو د اقتصادپوهنې له اساسي اصل سره په ټکر ده.

امريکايي رسنيو له ۲۰۲۲م کال راهيسې په دوامدار ډول تش په نامه د چين د لوړ تولیدي ظرفيت په اړه راپورونه خپاره کړي.

په ۲۰۲۲م کال کې، امريکايي رسنيو د سېميکنداکتور (semiconductor) صنعت ته ډېره پاملرنه کړې او ويلي يې دي، چې په دې برخه کې د چين تولیدي ظرفيت له اړتياوو څخه زيات دی.

له ۲۰۲۳م کال راهيسې، امريکايي رسنيو خپله پاملرنه د چين د نوې انرژۍ صنايعو ته،‌ په تېره بيا د نوې انرژۍ د موټر جوړوونکي صنعت ته بدله کړې.

دا ليدل کېږي، په هره برخه کې چې چين تر امريکا امتياز لري، امریکا به تش په نامه د لوړ تولیدي ظرفيت موضوع ته لمن وهي. کله چې د چين د نوې انرژۍ صنعت د سيالۍ په برخه غښتلی توان ښيي، امریکايي رسنۍ به د چين د لوړ توليدي ظرفيت په اړه راپورونه تاوده کړي.

خو په حقيقت کې، د نوې انرژۍ د نقلیه وسایطو صنعت د لوړ تولیدي ظرفیت ستونزه نه لري، بلکې دغه ظرفيت لا کافي نه دی.

د کاربن صفر کولو نړیوالې موخې د رسېدو لپاره  د نوې انرژۍ د لازياتو نقليه وسايطو توليد په کار دی.

چین د نوې انرژۍ د موټرونو د تولید او پلور په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی هېواد دی. دغه هېواد په ۲۰۲۳م کال کې د نوې انرژۍ د موټرونو تولیدي اندازه ۹ میليونو او ۵۸۷ زرو عرادو ته رسېدلې او صادراتي اندازه يې ۱ ميليونو او ۲۰۳ زرو عرادو ته رسېدلې. مانا يې دا ده، چې د دې هېواد شاوخوا ۹۰ سلنه توليدي اندازه د خپل هېواد د تقاضا لپاره ده او يوازې ۱۰ سلنه يې د صادراتو لپاره ده. نو په نړۍ کې د چين د نوې انرژۍ موټرونو صادرات کم دي.

د معلوماتو له مخې، د نړيوال اقتصاد د زرغون کېدو بهير د نوې انرژۍ د توليدي اندازې د کمښت له امله له خنډونو سره مخ دی.

د چين د ماليې انسټيټيوټ د څېړنې له مخې، د اقتصاد د زرغون کېدو لپاره باید د پاکې انرژۍ د توليداتو اصلي بيه د فوسیل انرژۍ د توليداتو تر بيې ټيټه کړي.

همدا راز چين د صنعت د پراخولو او د تولیدي اندازې د زياتولو له لارې د نوې انرژۍ د توليداتو بيې ټيټوي. اوس يوازې چين داسې توان لري.

په حقيقت کې امريکا د چين په امتياز ډېر معلوم شوی او همدا راز يې ډېر اندېښمن دی، ځکه چې د امريکا تولیدي ظرفیت د چين پرتله ډېر کمزور دی.

له دې امله د بايډن حکومت روان کال کې د چين پر ځيرک موټرو تش په نامه پلټنې پيل کړې، اصلي موخه يې دا ده، چې د چين پرمختللی صنعت وګواښي.

Previous Post

له پاکستانه پرون تر زرو ډېر افغان کډوال را ایستل شوي

Next Post

میدان وردګو کې د اس ځغلونې او نیزه وهلو سیالۍ پیل شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
میدان وردګو کې د اس ځغلونې او نیزه وهلو سیالۍ پیل شوې

میدان وردګو کې د اس ځغلونې او نیزه وهلو سیالۍ پیل شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په ۲۰۲۴م کال کې د چين او افريقا تر منځ د سوداګرۍ اندازه له ۲ ټريليونو يوانو څخه زياته شوې

په ۲۰۲۴م کال کې د چين او افريقا تر منځ د سوداګرۍ اندازه له ۲ ټريليونو يوانو څخه زياته شوې

فبروري 14, 2025
له تېرو څلورو ورځو راهیسې؛  له پاکستانه ۸۰ زره افغانان هېواد ته را ستانه شوي دي

له تېرو څلورو ورځو راهیسې؛ له پاکستانه ۸۰ زره افغانان هېواد ته را ستانه شوي دي

اپریل 10, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ