د راپورونو له مخې، د بېلاروس د ولسمشریزو ټاکنو د رسمي پایلو تر اعلان وروسته د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې یو کس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ويلي، دا لاریونوال هغه مهال مړ شو چې په لاس کې یې نامعلومه چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه.
د دغه وزارت په وينا، نوموړي هڅه کوله چې دا مواد د پوليسو خوا ته وغورځوي، خو پخپله پر هغه وچاودل او پکې ووژل شو.
د راپورونو له مخې، پوليسو د دغو لاریونونو پر مهال اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي مرمۍ کارولې، د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ په نښتو کې ګڼ کسان ټپیان شوي او سلګونه نور لاریونوال د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بېلاروس د ټاکنو کمېسیون د اګسټ پر نهمه اوسنی ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د دغه هېواد د ولسمشر په توګه اعلان کړ. لاریونوال وايي چې دا ټاکنې له مخکې پلان شوې وې. خو لوکاشینکا د لاریونوالو دغه ادعاوې رد کړې او دوی یې پسونه وبلل چې د ده په وینا، له بهرنیو هېوادونو څخه د ټلیفون له لارې اداره کېږي.
نوموړي ویلي چې له دې کسانو سره له پولنډ، برېټانیا او چک جمهوریت څخه ټلیفوني اړیکې نیول شوې دي.
































