په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د پلاوو ترمنځ دوه اړخیزه غونډه جوړه شوه. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه غونډه کې د صنعت په برخه کې د ګډې پانګونې، د ماشینونو او د موټرو د کارخونو پر جوړولو، د افغانستان د کانونو را ایستنې، قزاقستان ته د افغانستان د صادراتي توکو د ګمرکي لومړیتوبونو پر پلي کېدو، د ټرانزیټي اسانتیاو په برابرولو، بانکي اړیکو، د افغان ناروغانو د درملنې او په قزاقستان کې د افغانانو لپاره د زده کړو او لوړو زده کړو د زمینې برابرولو په اړه خبرې وشوې. غونډه کې د افغانستان او قزاقستان د پلاوو مشري د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانگارین کوله.