د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې په کابل کې د سړک جوړولو د دریو پروژو چارې پیل شوې. اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دغه پروژې د ۳۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د خېرخانې-کوتل سړک دویمه برخه، د ۱۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت له شهید څلورلارې تر قصبې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د ۴۰۷ میلیونه افغانیو په لګښت د هوایي ډګر له څلورلارې تر ګمرکه سړکونو جوړول دي. په خبرپاڼه کې راغلي د دغو پروژو چارې نن د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال، له لوري پرانیستل شوې. اقتصادي مرستیال د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.
































