کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې د خپلو بریدونو په ترڅ کې ۴۵۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د یاد وزارت ویاند طارق ارین وایي چې طالبانو په شاوخوا ۱۴ ورځو کې ۱۲۱ ملکي وګړي وژلي او ۳۳۶ نور یې ټپیان کړي دي. د ارین په خبره، طالبانو د تاوتریخوالي په دوام سره یادو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې اړولې ده. ارین زیاته کړې، چې کندهار د ۱۶ وژل شویو او ۷۰ ټپیانو په لرلو سره د یاد لیست په سر کې دی. د یادونې ده چې ټاکل شوې د سولې بین الافغاني مذاکرات راتلونکي اوونۍ پیل شي او د مذاکراتي پلاوي په خبره، په مخامخ خبرو کې د دوی لومړنۍ غوښتنه په هېواد کې تلپاتې او سراسري اوربند دی.
































