سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

دوه غازیان؛ د مورچل له غېږې د خپلواکۍ تر پولو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 28, 2024
in کتاب
0
دوه غازیان؛ د مورچل له غېږې د خپلواکۍ تر پولو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

    دوه غازیان؛ دمورچل له غېږې د خپلواکۍ تر پولو اثر چې د وزیرغلام محمدخان وردګ او غازي بسم الله خان وردګ په ژوند،شخصیت،جهاد،مبارزه او کارنامو باندې په دوو برخو او لسو څپرکیو کې د نعمت الله پټانزي لخوا لیکل شوی دی،  د لیکوال د سریزې تر څنګ د هیواد وتلي لیکوال، شاعر او څیړونکي ښاغلي احسان الله آرینزي او ښاغلي ډاکتر محمد بلال وردګ لخوا پرې تقریظونه لیکل شوي دي.

    دا کتاب به لوستوونکي د وزیرغلام محمد وردګ په پیژندنه، دندو، مبارزو او په اماني دوره کې د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په پار د هغه د ونډې او د خپلواکۍ په یو شمیر تړونونو کې د هغه له رول او په هیواد کې د اقتصادي او سوداګریزو اصلاحاتو او پرمختګونو سره آشنا کړي، همدارنګه دا کتاب به وکولای شي چې تاسو د غازي بسم الله خان وردګ په پیژندنه، داعلیحضرت محمدظاهرشاه او شهید سردار محمد داود خان په وخت کې د اوردو په لیکو کې د هغه د خدمتونو او د روسانو پر وړاندې د هغې د جهاد او مبارزې او نه ستړي کیدونکو هلوځلو او ویاړونو څخه خبر کړي.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

دا چې دا کتاب(دوه غازیان؛ د مورچل له غېږې د خپلواکۍ تر پولو) په دوو غازیانو هر یو وزیر غلام محمد خان وردګ او غازي بسم الله خان وردګ باندې لیکل شوی دی چې یو یې د افغان- انګلیس د دوهمې او درېیمې جګړې ویاړلی غازي او اتل مجاهد دی او بل د روسانو پر وړاندې د افغان ولس د برحق جهاد او مبارزو د ګرمو سنګرونو غازي دی؛ نو په همدې خاطر مې دا کتاب په دوو برخو ویشلی دی چې لومړۍ برخه یې(د وزیر غلام محمد خان وردګ ژوند، شخصیت او کارنامې) د بیلابیلو تاریخي کتابونو، لیکنو، څیړنو، ویبپاڼو او د نوموړي د کورنۍ د غړو څخه د لومړۍ درجه  راغونډ شویو معلوماتو په رڼا کې په پنځو څپرکیو کې تدوین او بیان شوې ده چې لومړی څپرکی یې د وزیر غلام محمدخان وردګ پیژندنه، دوهم څپرکی یې د وزیر غلام محمد خان وردګ دندې او مسؤلیتونه درېیم څپرکی یې د خپلواکۍ تړون، جرګې او له انګریزانو سره د سولې او جګړې په خبرو کې د وزیرغلام محمدخان وردګ رول، څلورم څپرکی یې د غازي امان الله خان د پاچاهۍ په دوره کې اقتصادي اصلاحاتو ته یوه کتنه او پنځم څپرکی یې د وزیر غلام محمد خان وردګ خدمتونو او ویاړونو ته شامل دی، چې د هغه د ژوند، فکر، وړتیاوو، دندو او خدمتونو پر محور را څرخي چې تر دې د مخه د هغه په اړه  داسې کوم څیړنیز آثار نه ؤ کښل شوي.

    همدارنګه د دې کتاب دوهمه برخه مې(د غازي بسم الله خان وردګ ژوند، شخصیت، جهاد او مبارزه) تر سرلیک لاندې په پنځو څپرکیو کې تدوین کړې ده چې لومړی څپرکی یې د غازي بسم الله خان وردګ  لنډه پیژندنه او کورنی چاپیریال، دوهم څپرکی یې غازي بسم الله خان وردګ د اردو په دوره کې، درېیم څپرکی یې د روسانو پر وړاندې د غازي بسم الله خان وردګ د مبارزو پیل، څلورم څپرکی یې  شعرونه اوتلپاتې یادونه دي چې ځینې شعرونه یې د انقلابي شاعر او د سنګر وږمې او یو شمیر نورو کتابونو د درانه لیکوال نوموتي مجاهد او استاذ ارواښاد الحاج قاضي محمد کریم حیدري لخوا لیکل شوي دي او په پنځم څپرکي کې یې د خاطراتو انځوریز البوم او جهادي ګالري ځای پرځای شوې ده. چې په عمومي توګه دې کتاب دا برخه د غازي بسم الله خان وردګ د شخصي یادښتونو پر مټ بډایه شوې ده.

    دا کتاب به د وزیر غلام محمد خان وردګ په پوره پیژندنه کې له مؤرخینو او لیکوالانو سره مرسته وکړي کوم چې د اماني دورې د مطرحو او سرلاریو شخصیتونو له ډلې څخه شمیرل ګڼل کیږي چې د انګریزي ښکیلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ او پرمختګ په لار کې یې ډیر زحمتونه ګاللي دي چې له بده مرغه د وخت دولتي چارواکو د وزیر غلام محمد خان وردګ خدمتونه، زیارونه او کارنامې له یاده ایستلې دي او هغه یې له پامه غورځولې دي، دولتي مډال خو لا پریږده  نه یې تر اوسه  په نوم کوم واټ شته او نه کوم تعلیمي او تحصیلي بنسټ، یوازې په وردګو کې د سیدآباد عالي لیسه د ده په نوم نومول شوې وه چې د رژیمونو په بدلون سره  یې نوم بدل شوی دی.

    په پای کې ویلای شم چې دا کتاب به  وکولای شي چې د وزیرغلام محمد خان وردګ د ترسره کړیو دندو،کتابت(میرزایئ)، د خپلواکۍ د هڅو او مبارزو، پرمختګ، تاریخي تړونونو، تاریخي روایتونو او خاطرو په روښانه کولو کې ګټور او اغیزمن تمام شي.

Previous Post

ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

Next Post

یونیسف: افغانستان کې ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
یونیسف: افغانستان کې ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

یونیسف: افغانستان کې ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د شیرشاه سوري په جومات کې؛چاودنې د ملا امام په ګډون ۴ کسان وژلي دي

جون 12, 2020

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو دايمي کمېسيون يوه غونډه تر سره کړه

جنوري 10, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved