امریکا وایي روسیه به په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ له امله ستره بیه پرې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو پر سر یې د روسیې له لوري طالبانو ته د انعام ورکولو په اړه له سرګي لاوروف سره خبرې کړې دي. نوموړی وايي په واضح توګه یې روسیې ته ویلي چې ددغه کار له امله به درنه بیه پرې کړي. پمپیو وایي د امریکا ددفاع وزارت هم د روسیې ددفاع وزارت ته ورته خبرداری ورکړی دی او ګواښ یې کړی چې ښايي د روسي ځواکونو پر وړاندې په متقابل عمل لاس پورې کړي. په دې وروستیو کې د افغانستان پر سر د امریکا او روسیې ترمنځ ناندرۍ ډېرې شوې دي. امریکا وایي چې روسي استخباراتو طالبانو ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو پر سر انعام ورکاوه خو روسیه دا هر څه بې بنسټه بولي.
































