د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په لومړي پړاو کې سعودي عربستان ته رسېدلی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې بلېنکن به د سعودي عربستان له چارواکو سره د غزې او د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو په اړه خبرې وکړي. له ریاض څخه به بلېنکن اردن او اسراییل ته سفر وکړي، او په غزه کې به د ناوړه بشري وضعیت د ښه کولو پر هڅو تمرکز وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بلېنکن به د خپل سفر په ترڅ کې غزې ته د بشري مرستو د زیاتولو په اړه هم خبرې وکړي.