امریکا وایي هغه ایراني بېړۍ یې نیولې چې وینزویلا ته یې تېل لېږدول. امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي، څلور بېړۍ چې د ایران تېل پکې بار وو او وینزویلا ته یې لېږدول درول شوې دي. امریکايي امنیتي چارواکي وایي له محکمې یې ددغه بېړیو د درولو اجازه اخیستې وه، ځکه پر ایران بندیزونه دي او دغه هېواد یې تېل نه شي پېرلی. امریکا وایي یادې لویې بېړۍ به ژر امریکايي اړوندو بندرونو ته ولېږدول شي او په اړه به یې نورې څېړنې کوي. خو ایران بیا دا هر څه د امریکا تبلیغاتي جګړه بولي او په خبره یې ددوی د بېړیو پر وړاندې هېڅ داسې اقدام تر دې دمه نه دی شوی.
































