د سربیا ولسمشر الکسندر ووچيچ د اپریل په ۳۰مې نېټې ويلي، چې د چین دولت رئيس شي جین پینګ به ډېر ژر سربیا ته سفر وکړي او د نوموړي دغه سفر یې نه یوازې د سربیا د بهرنیو چارو يوه لاسته راوړنه، بلکې د سربیا د خلکو لپاره يې یو ستر او خوشحاله پيغام بللی دی.
ولسمشر ووچيچ باور ښودلی، چې د رئیس شي جين پينګ دغه سفر به سربیا ته نوی پرمختګ ورکړي.
ووچيچ رسنيو ويلي، چې هغه د رئيس شي جين پينګ سفر ته ډېرې سترګې په لار دی.
نوموړي د چين او سربيا ترمنځ دوستي د اوسپنې په څېر کلکه بللې او په خبره یې، دواړه هېوادونه رښتېنې او پرانېستې تبادلې کوي.
د ووچيچ په وينا، سربیا به د چين د خلکو مرستې هېرې نه کړي او باور يې ښودلی، چې رئیس شي جين پينګ به د دغه سفر په ترڅ کې د سربيا د خلکو مينه، لېوالتيا او دوستي احساس کړي.































