ترکیې د متحده عربي اماراتو او اسراییلو ترمنځ د کېدونکي توافق په اړه خبرداری ورکړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربي اماراتو هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې غواړي له اسراییلو سره عادي ديپلوماتيکې اړیکې پيل کړي. اردوغان خبرداری ورکړی چې که اماراتو او اسراییلو توافق وکړ نو ترکیه به له اماراتو سره خپلې ديپلوماتیکې اړیکې وځنډوي. دده په وینا اماراتو ته په کار ده چې د اسلامي نړۍ وضعیت وګوري او له خپلو وروڼو دفاع وکړي، خو دوی د خپلو ګټو لپاره له اسراییلو سره هوکړه لاسلیکوي او غواړي عادي ديپلوماتیکې اړیکې ولري. تر دې وړاندې ایران هم د متحده عربي اماراتو دغه پرېکړه غندلې وه.
































