د ایران په ګټه جنګېدونکو افغانان شعیه ګانو ته ایراني چارواکو په مشهد کې غونډه جوړه کړې وه. د ایراني رسنيو د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د ایران حکومت د فاطمیون ډلې له جګړو او سرښندونو مننه کړې ده. بلخوا د فاطمیون ډلې مشرانو په دې لویه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی به د قاسم سلیماني غچ اخلي او تر هغه به ارام نه شي چې امریکا یې له سیمې ایستلې نه وي. فاطمیون د هغو افغان شعیه ګانو ډله ده چې د ایران له لوري جوړه شوې ده او دغه ډله د ایران په ملاتړ په سوریه کې جګړه کوي. تر دې وړاندې افغان حکومت په ځلونو له ایراني لوري غوښتي چې د افغان کډوالو له مجبوریتونو او احساساتو دې د خپلو جګړو لپاره ګټه نه پورته کوي او افغانان دې په خپلو نیابتي جګړو کې نه کاروي.
































