چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او فرانسې ترمنځ همکارۍ به نوي پړاو ته داخلې شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 5, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چين او فرانسې ترمنځ همکارۍ به نوي پړاو ته داخلې شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د روان کال په جنورۍ کې د چين او فرانسې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې په مناسبت ويډيويي وينا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو اړيکو د يادونې په اړه ويلي چې په نوې زمانه کې د نړیوالو بدلونونو په حال کې چين او فرانسه باید د دوه اړخيزو اړيکو پر اصلي موخې ټينګار وکړي او په راتلونکي پرمختګ کې دې لا مثبتې همکارۍ وکړي.

په وروستيو کلونو کې د مشرانو تر ډيپلوماتيکې لارښوونې لاندې د چين او فرانسې ترمنځ همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې درلودلې چې همدا د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ خوځښت او د دواړو هېوادونو د ګډ پرمختګ نوي فرصتونه راوړي او د خلکو لپاره يې نوې ګټې موندلې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین د سوداګرۍ د وزارت د شمېرنې له مخې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې په چين کې د فرانسې مستقيمې پانګونې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۵۸۵ اعشاريه ۸ زياتې شوې دي. د دې وزارت د نړيوالې سوداګرۍ د اقتصادي همکارۍ د څېړنيز انسټيټيوټ د اروپايي چارو د څېړنيز مرکز مشر ياو لينګ په وروستيو کې رسنيو ته ويلي چې په وروستيو کلونو کې په چين کې د فرانسوي پانګوالو مستقيمې پانګونې په پر له پسې توګه زياتې شوې چې پانګه يې د اروپايي ټولنې له نورو هېوادونو څخه مخکې مقام نيولی دی.

د تېر کال په اپرېل کې د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د چين او فرانسې د صنعتګرو کمېټې د پنځمې غونډې د پای په مراسمو کې وويل چې د ستونزو او ننګونو پر وړاندې چين او فرانسې پر واقعي څو اړخيزم، ازادې سوداګرۍ او د اقتصاد د نړيوال کېدو پر سم لوري ټينګار کړی چې د دوه اړخيزې سوداګريزې همکارۍ خوځنده ځواک لا پياوړی شوی دی. هغه په خپلې وينا کې دې ته اشاره کړې چې د چین او فرانسې ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ نه يوازې د دواړو هېوادونو  د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د نيکمرغه ژوند په ګټه دي بلکې له دې کبله يې پر نړیوال اقتصادي سمسورتيا د خلکو باور لا ټينګ کړی او اټکل شوې موخه لا ډاډمنه شوې ده.

د سچنيدار په نوم د فرانسې شرکت د عمومي مدير مرستيالې باربرا فرې رسنيو ته ويلي چې شرکت يې په پر له پسې توګه په چين کې پانګه کړې چې لامل يې د چين پر راتلونکي بازاري پرمختګ پوره باور دی. هغې زياته کړې چې اوس چين لا غښتلی اقتصاد ګرځېدلی او چیني بازار له خوځنده ځواک څخه ډک دی چې د ننګونو د موجوديت ترڅنګ ډېر فرصتونه هم شته دي. په اسيا او ارام سمندر کې د فرانسې د برېښنا ګروپ د بيا کارېدونکې انرژۍ شرکت د عمومي مدير مرستيال پاتريک سارينيون وويل چې د چين د ټيټ کاربون لرونکو انرژيو جنراتورونو ظرفيت په نړۍ کې لوړ مقام نيولی دی. د چين حکومت تل د انرژۍ په برخه کې زموږ له پانګونو څخه ملاتړ کړی او غوره تدارکاتي ځنځيرونه د تجهيزاتو په برخه کې زموږ ټولې اړتياوې پوره کولی شي.

د چين او فرانسې ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډو برياليتوبونو پر اصولو په ټينګار سره لا پرمختګ موندلی دی. په ۲۰۲۳ م کال کې دوه اړخيز سوداګريز ارزښت ۷۸ ميليارډه او ۹۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې له دې امله فرانسه په اروپايي ټولنه کې د چين درېيم سوداګريز همکار ګرځېدلی او چين په اسيا کې د فرانسې لومړی لوی سوداګريز همکار دی.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون تېر کال له چين څخه د ليدنې په ترڅ کې له چيني لوري سره تړون لاسليک کړی چې له مخې يې ((له فرانسوي فارمونو څخه د چين د ډوډۍ خوړلو تر ميزونو پورې )) بشپړ همکاريز ميکانيزم جوړ شوی دی. اوس دغه ميکانيزم هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو نمونه ګرځېدلې ده.

د فرانسې د مالدارۍ او غوښو ټولنې د بهرنۍ سوداګرۍ کمېټې رئيس مارکوس بيګال وويل چې د ياد تړون په لاسلیک سره به لا زيات غوره فرانسوي غوښې چيني بازار ته داخلې شي.

اوس د چیني شکله عصري کېدو بهير نوي پړاو ته ننوتلی دی او فرانسې هم د بيا صنعتي کېدو د پرمخ بېولو لپاره هڅې کړې دي. موږ دې ته په تمه يو چې په راتلونکو شپېتو کلونو کې به چين او فرانسه د همکاريو له لارې د خلکو د لا نيکمرغه ژوند لپاره لازياتې ګټې راوړي او د نړيوالې سمسورتيا او پرمختګ لپاره به نوي خدمتونه زيات کړي.

Previous Post

شي جین پينګ له بېجینګ څخه روان شو

Next Post

شي جين پينګ د اسلامي همکارۍ سازمان سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شي جين پينګ د اسلامي همکارۍ سازمان سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

شي جين پينګ د اسلامي همکارۍ سازمان سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په چین کې پر پانګونې د امریکې بندیز به دواړو خواوو ته زیانونه ورسوي

په چین کې پر پانګونې د امریکې بندیز به دواړو خواوو ته زیانونه ورسوي

اگست 11, 2023
بوریس جانسون: بریتانیا د جورج فلویډ پر وحشیانه وژنه سترګې نشي پټولی

بوریس جانسون: بریتانیا د جورج فلویډ پر وحشیانه وژنه سترګې نشي پټولی

جون 9, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ