په کابل کې د ملي شفاء فارماسيټيکل د سیروم جوړولو فابریکې د لومړي ځل لپاره د ۵۸۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت، يو ميليون ۸۰۰ زره بوتله سيروم عراق ته صادر کړل. د یادونې وړ ده چې د «ملي شفاء فارماسيټيکل» د سیروم جوړولو فابریکه، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره خپل تولیدي فعالیت پیل کړی او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د دغې فابریکې د پانګونې کچه ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته لوړه شي. دغه فابریکه په کال کې د ۴۳ ميليونه ۲۰۰ زره بوتله سيروم او ۷۰ ميليونه سرنج(پيچکارۍ) د توليد وړتيا لري او همدا رنګه ۳۵۰ حرفوي فارمسستان، کيمياپوهان، مایکرو بيولوژيستان، انجنیران او ماهر کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.
































