د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو دغه هېواد ته د وسلو لېږد د بندولو په اړه د امریکا د ولسشمر جوبایډن څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، اسراییل کولی شي له ځانه دفاع وکړي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر، جوبایډن اسراییلو ته خبرداری ورکړی و که پر رفح ښار کوم لوی برید وکړي نو امریکا به دغه هېواد ته د وسلو استول بند کړي.












