چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د هنګري له ولسمشر سوليوک تاماس سره خبرې وکړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 10, 2024
in نړیوال خبرونه
0
شي جين پينګ د هنګري له ولسمشر سوليوک تاماس سره خبرې وکړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د نهمې نېټې په سهار د بوداپست په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هنګري له ولسمشر سوليوک تاماس سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ په دې ليدنه کې دې ته په اشارې سره، چې هنګري له هغو لومړيو هېوادونو څخه و چې نوی چين يې په رسميت پېژندلی دی. د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې، چين او هنګري تل يو بل ته درناوی کړی او يو له بل سره يې د برابرۍ پر بنسټ تګ راتګ کړی. اوس مهال د چين او هنګري اړيکې د تاريخ په تر ټولو ښه دور کې دي، دوديزې دوستۍ د خلکو په زړونو کې ژورې ريښې لري او په بېلا بېلو ساحو کې يې ګټورې همکارۍ تر سره کړې دي. سږ کال د چين او هنګري ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی، چين غواړي له هنګري سره د دوديزې دوستۍ د ټينګښت، د متقابل سياسي اعتماد د ټينګولو، د متقابلو ګټورو پر بنسټ همکاريو د پياوړتيا او د خپلمنځي اړيکو د لا ټينګښت لپاره ګډ کوښښ وکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې دواړه خواوې باید ارزښتناکې تجربې راغونډې کړي او د پرمختګ لاره په ګوته کړي. هغه وويل، چين او هنګري دې لومړی يو له بل سره پر مساوي چلند ټینګار وکړي، د خپل هېواد له واقعي حالاتو سره سمه انکشافي لاره وټاکي، خپل راتلونکی او برخلیک په کلکه په خپل لاس کې کنټرول کړي. د چين او هنګري تر منځ تلپاتې دوستي نه يوازې د کومدرېيم لوري پر ضد نه ده، بلکې د چا له خوا بهمحدوده هم نه وي. دوهم، دواړه هېوادونه دې متقابل اعتماد او مرستو ته غاړه کیږدي، تل دې د حاکمیت، امنیت او پرمختیایي ګټو په ساتنه کې یو له بله ملاتړ وکړي. درېيم، دواړه اړخونه دې د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډې بريا اصل ته غاړه کېږدي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې دې په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ پراخې کړي او د اړوندو پرمختيايي ستراتيژيو د ګړندي کولو په برخه کې دې لاسونه سره يو کړي. څلورم، دواړه خواوې دې عدالت ته غاړه کیږدي، د تاریخ په سم اړخ کې دې ودریږي او د انساني سولې او پرمختګ لپاره دې مثبتې هلې ځلې  وهڅوي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين په هراړخيزه توګه د يو پياوړي هېواد د ابادۍ پلان او د چيني شکله عصري کولو بهير پرمخ وړي چې نړۍ ته به ستر انکشافي فرصتونه برابر کړي. چين دا هرکلی کوي چې هنګري د چين له پرمختيايي بهير څخه ګټې واخلي او ګډ پرمختګ ومومي. چين به له هنګري سره د سياسي متقابل اعتماد ژورتيا ته دوام ورکړي، د چيني شکله عصري کېدو بهيراو ختيځ ته د ورخلاصونپه نوم د هنګرۍ ستراتيژۍ نښلول به پرمخبوزي،خپلمنځي عملي همکاريز امکاناتبه پيدا کړي، او په مختلفو برخو کې خپلمنځي تبادلې او تګ راتګ بهزيات کړي. چين به د کمربند او لارې د ابادۍ او چين-مرکزي او ختيځې اروپا د همکارۍ سمه لاره هواره کړي، او له هنګري سره به د همکارۍ پياوړتيا او ژورتيا ته دوام ورکړي. هغه هيله هم څرګنده کړه چې هنګري به د روان کال په دوهمې نيمايي کې د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيس هېواد په توګه د چين او اروپا تر منځ د اړيکو د ثابت او سالم پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

ولسمشر سوليوک تاماس د ملاقات پر مهال ويلي، سږ کال د هنګري او چين ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی. د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې، دواړو هېوادونو تل د متقابل درناوي او اعتماد په ساتنې سره د دوه اړخيزو اړيکو برخه کې وده او پرمختګ کړي دي. په ۲۰۱۷م کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو له جوړېدو راهيسې، د بېلا بېلو ساحو په دوه اړخيزو همکاريو کې ډېر برياليتوبونه رامنځته شوي دي. هنګري د کمربند او لارې د ابادۍ وړانديز له امله له رئيس شي جين پينګ څخه مننه کوي، ځکه دغه هېواد په بنسټيزو تاسيساتو او نورو برخو کې له دغه وړانديز څخه ګټې اخيستې وې. رئيس شي جين پينګ د نړيوال پرمختګ، نړيوال امنيت او نړيوال تمدن وړانديزونه وړاندې کړې، د نړيوال ډيالوګ او همکارۍ د پياوړتيا نظر يې هم بيان کړی، او دا ټول د اوسنۍ نړۍ پر وړاندې د بېلا بېلو ننګونو د حل او د ډلبندۍ د مخنيوي لپاره ستر اهميت لري، هنګري يې ډېره ستاينه کوي. له چين سره د همکارۍ پياوړتيا د هنګري ټاکل شوې تګلاره ده. هنګري د دواړو هېوادونو د انکشافي ستراتيژيو نښلولو او د هنګري او صربيا تر منځ پټلۍ ابادولو ته سترګې په لار دی. هنګري باور لري چې د رئيس شي جين پينګ تاريخي سفر به خامخا د دواړو هېوادونو تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ نوې او لوړې کچې ته ورسوي. چين د زرغونو صنايعو او پاکې انرژۍ په برخه کې عصري ټکنالوژي او ګټورې تجربې لري، هنګري د لا زياتو چيني شرکتونو هرکلی کوي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي. هيله ده چې دواړه خواوې د هنګري او چين د دوو ژبو ښوونځی او کنفوسيوس پوهنځی په ښه توګه اباد کړي او د دواړو خواوو تر منځ کلتوري او ژبنۍ تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي څای چي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي هم په دې ملاقات کې ګډون کړی و.

(ژباړه: شکريه)

Previous Post

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د هنګري له ولسمشر سوليوک تاماس سره وکتل

Next Post

د هنګري صدراعظم اوربان ويکتور: د رئيس شي جين پينګ لیدنه تاریخي ارزښت لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د هنګري صدراعظم اوربان ويکتور: د رئيس شي جين پينګ لیدنه تاریخي ارزښت لري

د هنګري صدراعظم اوربان ويکتور: د رئيس شي جين پينګ لیدنه تاریخي ارزښت لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د پاکستان اغزن سیم؛ دواړو غاړو ته مېشت ولسونه له سختو ستونزو سره مخ دي

د پاکستان اغزن سیم؛ دواړو غاړو ته مېشت ولسونه له سختو ستونزو سره مخ دي

فبروري 7, 2021
بلخ کې ۸۰۰ میرمنې د تولیدي فابریکو مشري کوي

بلخ کې ۸۰۰ میرمنې د تولیدي فابریکو مشري کوي

جولای 5, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ