د بلخ ولایت کروندګر وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د ځمکنیو توتانو حاصلات ډېر شوي دي. کروندګر د دغه کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لامل د موسمي بارانونو زیاتوالی بولي. دوی که څه هم د دغه کرنیزو محصولاتو له زیاتوالي څخه خوښ دي، خو وايي، چې د دې میوې د ساتنې لپاره سړې خونې نشته او دوی اړ دي، چې سمدستي یې بازار ته ورسوي. د بلخ د کرنې ریاست چارواکي، وايي، چې په دغه ولایت کې سږ کال څه باندې پر ۱۰۰ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي دي. په بلخ کې په وروستیو کلونو کې د ځمکنیو توتانو کښت ته وده ورکړل شوې او په هېواد کې د توتانو د حاصلاتو له زیاتوالي سره له بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه افغان مارکېټونو ته د دې میوې واردات کم شوي دي.
































