د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به نن د منځنۍ اسیا زون په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له سریلانکا سره وکړي. د والیبال د ملي لوبډلې مسوولین وايي، لوبه به د پاکستان پر وخت ماسپښین یوه بجه د دوو لوبډلو ترمنځ په اسلام اباد کې ترسره شي. د پاکستان په کوربتوب د منځنۍ اسیا زون د والیبال د اتلولۍ سیالۍ د شپږو هېوادونو ترمنځ روانې دي.
































