د لغمان مرکز پورې اړوند ګلارام سیمه کې ترځمکې لاندې د اوبو د زیاتوالي او له وچکالۍ څخه د خلاصون په موخه د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د لغمان مرستیال والي اختر محمد مزمل وايي، چې یاد چکډېم د شپږو میاشتو په موده کې په معیاري ډول د خوړو نړیوال سازمان په لګښت جوړېږي، چې ۷۱ تنو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده. بل لور ته د سیندیزې حوزې رییس شیرجان راشیدي وویل چې دغه چکډېم څلور متره ژوروالی او ۳۰ متره سور لري، چې ۳ زره ۵۰۰ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
































