د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغانستان او سیمې واقعیتونو ته د ملګرو ملتونو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده. قمي زیاته کړې، ایران چمتو دی چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره سمدستي بشري مرستې وکړي. قمي په دغه کتنه کې د سیمې له هېوادونو سره د رغنده او دوامداره تعامل له لارې په افغانستان کې د ټیکاو، پایېدونکې سولې او د عادلانه سیاسي نظم په رامنځته کولو کې د ملګرو ملتونو پر رول هم ټینګار کړی دی.
































