د هلمند امنیتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ګرمسېر او خانشين ولسواليو کې یې د ۲۵ ټنه اوسپنې، مِسو او سربو د قاچاق مخه نیولې ده. د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ وياند، ویلي، چې د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند د لکړۍ په سیمه کې یو بنس ډوله موټر چې په کې ۲۵ ټنه اوسپنه، مِس او د سربو خښتې ځای پر ځای شوې وې او غوښتل يې له هېواد څخه یې بهر ته قاچاق کړي، خو د قاچاق مخه یې نیول شوې ده. د یو بل خبر له مخې د دغه ولایت په خانشين ولسوالۍ کې يو مازدا ډوله موټر چې په کې خوراکي توکي بار وو او غوښتل يې له بهر څخه یې دغه ولايت ته په غير قانوني توګه وارد کړي، ونيول شو.
































