د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تېر ۱۴۰۲ کال د صادراتو او وارداتو د شمېرو له مخې ویلي چې، د صادراتو ارزښت یو مېلیارد او ۷۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زره او د وارداتو ارزښت ۸ مېلیارده او ۵۷۶ مېلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد په صادراتي توکو کې مېوې تر ټولو زیاتې د ۶۴۵ مېلیونه ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت صادرې شوي او دغه راز طبي بوټي، معدني توکي او سبزيجات په ترتیب سره د هېواد د صادراتو دویمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي. خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ۱۴۰۲ کال کې هېواد ته په را واردو شویو توکو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ټولیز ارزښت یې یو مېلیارد او ۳۷۷ مېلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، ماشینونه، ټرانسپورتي وسایط او پرزې د یو مېلیارد او ۱۵ مېلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت او ټوکر (منسوجات)، فلزونه او فلزي محصولات په ترتیب هغه توکي دي چې تېر کال ډېر وارد شوي دي.
































