په کابل کې د چین سفیر جاوشینګ د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې له سرپرست حکومت سره د چین پر همکارۍ ټېنګار کړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې په نړیوالو ناستو کې په ځانګړې توګه د امنیت شورا په ناسته کې د سرپرست حکومت له دریځ څخه ملاتړ کوي. په دې لیدنه کې جاو شینګ چين کې د جوړېدونکې همالیا ترانس فورم ناسته کې سیاسي مرستیال ته د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.
































