په هېواد کې د وروستیو مرګونو سېلابونو په اړه د سرې میاشتې چارواکي وايي، په بغلان کې خلکو ته زیات مالي تاوانونه اوښتي دي.خو زیاتوي، چې اغېزمنو شویو خلکو ته اوږدمهال کې په هماغه کلیو کې کورونه جوړېدونکي دي یا به د دولت لخوا ځمکه ورته انتخابېږي او کورونه او پناه ځایونه به ورته چمتو شي. د افغاني سرې میاشتې مرستیال نور الدین ترابي بي بي سي ته ویلي، له نهرین نه بورکې ولسوالۍ ته پر لاره د غنمو او نخودو کروندې پر دښتې اوښتې دي. نوموړی وايي، د سېلابځپلو لاسنیوي لپاره تر خپله وسه هڅه کوي، خو په وینا یې داسې هم نه شي کېدای چې زلزله وشي یا سېلاب راشي، هماغه شېبه یا ژر مرسته ور ورسېږي.
































