د چين سوداګرۍ وزارت د مې په ۲۰مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې څو امريکايي شرکتونه یې پر تایوان د وسلو د پلور له امله د نه باور لېست کې شامل کړي دي.
اعلاميه وايي، د چين سوداګرۍ وزارت د هېواد د ملي حاکميت، امنيت او انکشافي ګټو د ساتلو او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ قانون او ملي امنيت قانون سره سمه ياده پرېکړه کړې او د عمومي اټوميکس ايروناټيکل سيسټم او د بوينګ دفاع په ګډون څو امریکايي شرکتونه يې د نه باور وړ لېست کې شامل کړي دي.
ياد شرکتونه اوس نه شي کولی، چې له چين سره صادرات او واردات وکړي.
(ژباړه: شکريه)










