ایراني رسنیو ویلي، چې د روسیې ولسمشر د ایران له سفیر سره کتلي دي. د راپورونو له مخې په دې کتنه کې، پوتین د ایران سفیر ته ویلي، د ابراهیم رییسي د چورلکې د نسکورېدو پېښې خواشینی کړی دی. پوتین ژمنه کړې چې په دغه برخه کې چې څه ډول مرسته لازمه وي، و به یې کړي.
































