ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د ولسمشر، ابراهیم رییسي له مړینې وروسته به لومړی مرستیال، محمد مخبر د مشرتابه د هوکړې پر بنسټ، د هغه (ابراهیم رییسي) واکونه او مسوولیتونه پر غاړه واخلي. دغو رسنیو لیکلي، ښاغلی مخبر به د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱مې مادې لمخې د دغه هېواد د اجرايي چارو مسوول وټاکل شي.
































