ایران وایي په افغانستان کې د اوسني وضعیت ستر لامل د امریکا جګړه ماري او مداخله ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوي ویاند سعید خطیب زاده د مایک پمپیو د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی. دده په خبره ایران هېڅ وخت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ نه دی کړی بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي مسوول امریکا ده. دده په خبره د امریکا د جګړه ییزو پلانونو او جګړه مارۍ له امله دلته خونړۍ جګړې روانې دي. د سعید په وینا امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي او لا یې هم د هغو الوتکو په اړه معلومات نه دي ورکړي چې په افغانستان کې یې دداعش وسله وال له یوه ځایه بل ته لېږدولي دي. په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې ایران لا هم په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي او په سیمه کې د ترهګرو ډلو ستر ملاتړی دی.
































