د قطر د سرې میاشتې ټولنې رییس ډاکټر محمد صلاح ابراهیم او ورسره مل پلاوي د کلیو او پراختیا له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سره په همغږۍ د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې خلک یې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي د اوبو رسولو پروژې پلې کوي. ورته مهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې ویلي، چې د پروژو د تطبیق په برخه کې باید لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي، ترڅو دغه پروژې د متوازن پرمختګ پر اساس پلي شي.
































