د میدانوردګ ولایت د برېښنا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ریاست له لوري د مرکز میدانښار په عالمکوریو سیمه کې د برېښنا یو ټرانسفرمر جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې دغه ټرانسفرمر د نږدې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او نن پنجشنبه، غبرګولي په دویمه نېټه ګټېاخیستنې ته وسپارل شو. د میدانوردګ ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې یاد ټرانسفرمر به شاوخوا ۱۶۰ کورنیو ته برېښنا ورکړي او هڅه روانه ده چې د میدانښار نږدې سیمو او کلیو ته هم د برېښنا مزي وغځول شي.












