شيا من بندر د چين د لومړۍ کچې له بندرونو څخه يو دی. دغه بندر له تېرو څو کلونو راهيسې، د نړۍ د لومړۍ کچې د بندر د ابادۍ، د توليد او برابرۍ د نړيوالو ځنځيرونو د امنيت او د سمندري بيړيو د باروړونکو چارو د سالم پرمختګ د تامينولو په پار يو لړ جدي تدبيرونه نيولي دي.

د مالوماتو له مخې، اوسمهال له دغه بندر څخه د نړۍ د ۴۳ هېوادونو او سيمو ۱۳۹ بندرونو ته د سمندري بيړيو په وسيله د کانټينرونو د لېږد رالېږد ۱۴۷ کرښې غځېدلې دي.
د ۲۰۲۴م کال تر فبرورۍ پورې د ورېښمو د سمندري لارې په کرښو کې د بار وړونکو بيړيو د تګ راتګ عمومي شمېر له سل زرو څخه زيات و او د لېږد رالېږد شويو کانټينرونو شمېر یې ۱۱ ميليونه او ۱۶۰ زره ښودل شوی دی.
دغه راز، د ( کمربند او لار) په اوږدو کې له دغه بندر څخه د نړۍ د ۳۷ هېوادونو او سيمو ۱۰۶ بندرونو ته ۱۱۶ کرښې غځېدلي او بېړۍ پرې تګ راتګ کوي.
































