د پاپوا نیو ګیني په لرې پرتو کلیو کې ځمکې ښویېدنې شاوخوا یو زرو او ۲۰۰ کورونه ویجاړ کړي او لږترلږه ۳۰۰ کسان تر خاورو لاندې شوي دي. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې ځمکې ښویېدنې د کواکالام کلی ویجاړ کړی دی. دا کلی د دغه هېواد د پلازمېنې شمال لوېدیځ په ۶۰۰ کیلومټرۍ او د اینګا په لوړو کې موقعیت لري. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د پاپوا نیو ګیني په ملیتکا سیمه کې د ځمکې ښویېدنې شپږ کلي اغېزمن کړي دي. پاپوا نیو ګیني د ۱۰ میلیونه نفوس په درلودو سره له اسټرالیا وروسته په اوقیانوس کې دویم لوی هېواد دی او د دغه هېواد په شمال کې موقعیت لري. د ملګرو ملتونو یو چارواکي ویلي، ځمکې ښویېدنه د فوټبال له درېیو تر څلورو میدانونو په اندازه سیمه کې رامنځته شوې؛ خو په سیمه کې د خلکو ګڼهګوڼه زیاته وه.












