د روسیې دولتي رسنۍ د راپور له مخې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په دوه ورځني سفر ازبکستان ته ځي. ټاس خبري اژانس ویلي، چې پوتین به په دې سفر کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا خبرې وکړي. په راپور کې راغلي، چې پوتین به نن ازبکستان ته ولاړ شي. دا واک ته له بیا ځلې رسېدو وروسته له روسیې بهر د پوتین درېیم سفر دی.
د راپورونو له مخې، په نوې دوره کې د نوموړي لومړی سفر چین او بیا بلاروس ته و. د روسیې دولتي رسنۍ راپور ورکوي، چې دواړه مشران به د سیمې د مسایلو په اړوند هم خبرې وکړي.
































