ټرمپ له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل په خپلو لاس ته راوړنو کې شمېرلي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي دا یې ستره لاس ته راوړنه ده چې له افغانستان یې خپل ځواکونه ایستلي دي. دده په وینا د سرتېرو کمول دوام کوي او د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر د ۴ او ۵ زرو ترمنځ وي. ټرمپ دغه راز د اسراییلو او اماراتو ترمنځ د اړیکو عادي کول، پر ایران فشارونه، په سوریه او عراق کې د خپلو سرتېرو کمولو او ورته نور موارد هم خپلې لاس ته راوړنې بللې دي. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې نړیوالې رسنۍ له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل او همدا راز له طالبانو سره د سولې هوکړه کمپایني هڅې بولې او په خبره یې ټرمپ ځان ته د کمپاین لپاره د افغانستان له مسایلو سره غیر مسوولانه چلند کوي.
































