طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په هېواد کې د تېرو درېیو ورځو راوتلو سېلابونو له امله ۲۱ تنه مړه شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي. د یاد وزارت ویاند جانان سایق ویلي، چې د دې سېلابونو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې ترڅنګ ۸۳۹ کورونه هم په کلي او قسمي ډول تخریب شوي دي. سایق زیاته کړې، چې تر اوسه یې ټول هېواد کې تر ۵ زره زیاتو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې رسولي او دا لړۍ په ټول هېواد کې لا هم دوام لري. دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په شمال کې وروستیو سېلابونو د سر او مال زیانونو سربېره په زرګونو کورنه هم ویجاړ کړي دي.
































