د ترکیې پولیسو پرون د چاناک کلا په ښار کې په اتو بېلابېلو عملیاتو کې ۱۰۳ تنه افغان کډوال نیولي دي. د راپورونو له مخې، دغه کسان په تېره یوه میاشت کې پېژندل شوي او نیول شوي دي. ترکي رسنیو لیکلي، چې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه نور کسان د انساني قاچاقو په تور نیول شوي. د راپورونو له مخې، دغه عملیات له کډوالو سره د مبارزې ځواکونو، د دغه هېواد د پولیسو او چاناک کلا ښار د پوله ساتو ځواکونو لهخوا تر سره شوي دي. دغه کسان د غويي د میاشتې له اوومې نیټې څخه د غبرګولي د میاشتې تر اوومې نیټې پورې د ترکیې د پولیسو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي دي. ترکي رسنیو د یاد هېواد د پولیسو له قوله ویلي، چې په ټول هېواد کې د کډوالو د پېژندنې او نیولو عملیات روان دي.











