د ټولګټو چارو سرپرست وزیر بغلان ته د سفر په ترڅ کې د دوشي-بغلان سړک د هغې وېجاړې شوې برخې څخه لیدنه کړې، چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. محمد عیسی ثاني اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د شته امکاناتو او ماشینرۍ پرمټ دې دغه سیمه کې د اوبو مسير د سړک څخه تغير او دغه لار دې ژر تر ژره بیاورغوي. نوموړي دغه راز د مرکزي بغلان او نهرین ولسوالیو ته سفر کړی او د یادو ولسوالیو د وېجاړو شویو سړکونو بیا رغولو لپاره یې د بغلان ولایت د ټولګټو ریاست ته سپارښتنه کړې ده.
































