چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا د بادارۍ په لټه ده، خو بشري حقونه پکې د ځينو ځانګړی حق دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 30, 2024
in نړیوال خبرونه
0
امريکا د بادارۍ په لټه ده، خو بشري حقونه پکې د ځينو ځانګړی حق دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا د روټګيرس پوهنتون د روغتيا څېړنيز مرکز په وروستيو کې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې نژدې شپېته سلنه افريقايي الاصله امريکايان د ټوپک تاوتريخوالي سره مخ دي، چې زياتره يې بېوزله او ټيټ عايدلرونکي کسان دي او په بېوزله سيمو کې اوسيږي.

شنونکي په دې اند دي، چې په امريکا کې افريقايي الاصله امریکايانو ته په ښه نظر نه کتل کيږي او زیانونه ورته رسیږي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په امريکا کې ډېری وخت افريقايي الاصله خلک د ډزو په پېښو کې زيانمن کيږي، چې دا د دغه هېواد د بشري حقونو د ګډوډ وضعيت یوه کوچنۍ بېلګه ده.

د چين حکومت د مې په ۲۹مې نېټې په ۲۰۲۳ کال کې په متحدو ايالتونو کې له بشري حقونو د سرغړونې په تړاو يو راپور خپور کړ او د ګڼو شمېرنو له مخې يې نړيوالو ته د امريکا له خوا پر بشري حقونو د تېري حقيقتونه افشا کړي دي.

په دغې تبصرې کې د ټوپکونو د زورزياتي څو پېښو ته کتنه شوې ده.

د امريکې د ټوپک تاوتريخوالي ارشیف(Gun Violence Archive) پر خپلې وېبپاڼې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې تېر کال په دغه هېواد کې لږ تر لږه د ډزو ۶۵۴ پېښې شوي او ۴۳ زره کسان پکې وژل شوي دي.

راپور وايي، امريکايي سياستوال يوازې پیسو او سياسي ګټو ته پاملرنه کوي او تراوسه د ټوپکونو د کنټرول په اړه ګډو نظريو ته نه دي رسېدلي، چې له امله يې ګڼو خلکو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

په امريکې کې له هغو لږو کسانو پرته، چې په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو کې لوړ مقام لري، د زیاترو امریکايانو بنسټيز حقونه او ازادي له پامه غورځول شوې او امريکايي بشري حقونه د ځينو امريکايانو پر ځانګړو حقونو بدل شوي، چې په دې جملې کې نژادي تبعيض يې د پاملرنې وړ خبره ده.

د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ کې د امريکا د تنیسي ايالت د ممفيس ښار پنځو پوليسو يو افريقايي الاصله ځوان تار نيکور په بې رحمۍ وواژه، چې له امله يې د دغه هېواد په لسګونو ښارونو کې لاريونونه راپورته شول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د خپلواکو کارپوهانو نړيوال ارګان په يو راپور کې ويلي، چې د افریقايي الاصله امریکايانو پر وړاندې سیسټماتيک نژادي تبعيض د امريکا پوليسو او جنايي عدلي سيسټمونو ته نفوذ کړی دی.

د پوليسو لخوا  د افریقايي الاصله امریکايانو د وژل کېدو شونتیا د سپين پوستو په پرتله درې برابره لوړه ده  او د توقیف کېدو شونتیا يې بيا د سپين پوستو په مقایسه څلور اعشاريه پنځه برابره لوړه ده. د امريکا پيو څيړنيز مرکز د ۲۰۲۳ کال په اګست کې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې د ٪۸۳ افريقايي الاصله امریکايانو په اند د مساواتو د تضمين لپاره د امريکا د حکومت هڅې لا هم کافي نه دي.

سربېره پردې، په امريکا کې د شتمنو او بېوزلو وګړو ترمنځ واټن د ۱۹۲۹ م کال له اقتصادي کړکېچ راهيسې تر ټولو سختې سويې ته رسيدلی دی.

شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۳ کال په درېیمې ربعې کې د امريکې ٪ ۶۶.۶ شتمني د ډېر لوړ عايد لرونکو کسانو (په عمومي نفوس کې ۱۰٪ جوړوي) لاسته ورغلې او برعکس نيمه برخه خلک يې چې لږ عايد لري، د عمومي شتمنۍ يوازې ٪ ۲.۶ ترلاسه کوي. تېر کال د امريکا په ډېرو ځايونو کې په فلمي، توليدي، طبي او ميډيايي چارو کې د لويو لاريونونو څپه رامنځته شوې او کارکوونکي يې له بېوزلۍ سره مخ شوي، چې دغه حالت هم د نړيوالې ټولنې د پام وړ ګرځېدلی دی.

د ګالوپ څېړنيز شرکت سروې ښيي، چې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې له ۷۶ تر ۸۱ سلنې پورې امریکايانو د هېواد له پرمختیایي حالت څخه ناخوښي څرګنده کړې او ۷۶ سلنه امریکايان بيا په دې اند وو، چې هېواد يې پر ناسم لوري روان دی.

ولی امریکايان پر خپل هېواد لږ باور لري؟ عمده لامل يې د پيسو له سياست او د ګوندونو ترمنځ له سختې سيالۍ سره تړاو لري. د امريکې افراطي سیاست ورځ تر بلې د دغه هېواد ټولنه سره پاشي او د امريکايانو باور ماتوي.
نړيوال هم پر يادو حقیقتونو پوهيږي، چې د امريکا بشري حقونه يوازې د شتمنو امريکايانو ځانګړی حق  دی او دغه هېواد یوازې د بشري حقونو په پلمه د بادارۍ په لټه دی.

Previous Post

ایراني پوله ساتو ځواکونو پر پاکستاني اتباعو ډزې کړې

Next Post

شي جين پينګ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره خبرې وکړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شي جين پينګ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره خبرې وکړې

شي جين پينګ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره خبرې وکړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د غوري سیمنټو فابریکې بېرته خپل تولیدات پيل کړل

د غوري سیمنټو فابریکې بېرته خپل تولیدات پيل کړل

اگست 12, 2022
کابل کې د سترګو څه باندې اته زره ناروغانو وړیا درملنه شوې

کابل کې د سترګو څه باندې اته زره ناروغانو وړیا درملنه شوې

نوومبر 3, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ